روسيه: زنداني شوی مخالف سياستوال الکسي ناوالني يوې ځانګړې خونې ته لېږدول سوی

Aug 25, 2022 - 18:56
 14
روسيه: زنداني شوی مخالف سياستوال الکسي ناوالني يوې ځانګړې خونې ته لېږدول سوی

د روسیې زنداني شوی سیاسي مخالف او د اداري فساد ضد کمپاینر، الکسي ناوالني وايي، په هغه زندان کې چې دی ساتل کېږي، یوې انفرادي کوټې ته لېږدول شوی دی.

دی چې د مسکو د ختیځ په ۲۶۰ کیلومترۍ کې په یوه زندان کې ساتل کېږي، پرون په یو لړ ټویټونو کې دا خبره کړې ده.

ګومان کېږي، چې دغه ټویټونه به د هغه متحدانو یا هم ملاتړو کړي وي.

الکسي ناوالني د اختلاس له کبله په یوولس نیم کاله بند محکوم شوی، خو دغه حکم د هغه د ملاتړو او له روسیې بهر د چارواکو له خوا غندل شوی دی.

دوی وايي د دې سزا هدف د کرملین د مهمو منتقدانو د غږ خاموشه کول دي.