ا ا ا : زابل کې پاکستان سره پر ډېورنډ کرښه د 'باديني لار' د ناروغانو پر مخ پرانيستل سوه

سیمهیز چارواکي وایي، د دې ولایت په شملزو ولسوالۍ کې له پاکستان سره پر ډېورند کرښه د بادیني لار د عاجلو ناروغانو پر مخ پرانيستل شوه.
په زابل کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست مولوي رحمت الله حماد وايي، دغه لار په رسمي ډول نهده پرانیستل شوې خو هغه کسان چې عاجل ناروغان لري پاکستان ته د اوښتو اجازه لري.
د نوموړي په خبره دا کار د سیمې د خلکو په غوښتنه شوی دی.
د زابل د شملزو لاره د پخواني افغان حکومت پر مهال جوړه شوې وه خو پرانیستل شوې نه وه خو دا لومړی ځل دی چې یوازي د عاجلو ناروغان لپاره پرانیستل شوې ده.