ترکیې افغانستان ته نژدې زر ټنه بېړني بشري مرستې واستولې

ترکیه افغانستان ته د نژدې زر ټنه بېړنیو بشري مرستو د لېږلو خبر ورکوي.
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې په دې مرستو بار اورګاډی چې ۶۲ واګونونه لري، پرون له انقرې څخه وخوځېد او ټاکل شوې چې له ۴۲۰۰ کیلومتره واټن وروسته به افغانستان ته ورسېږي.
د راپورونو له مخې د ترکیې په دې ۹۹۴ ټنه مرستو کې خواړه، جامې، د تودولو وسایل او روغتیايي اړتیاوې شاملې دي.
ترکي چارواکو ویلي، دا مرسته له اړو افغانانو سره د انقرې د بشري مرستو درېیمه جوپه ده.