تر ۱۹ کلنو کم‌عمره افغان لوبډلې خپله لوبه هند ته بایلوده

Dec 28, 2021 - 13:53
 34
تر ۱۹ کلنو کم‌عمره افغان لوبډلې خپله لوبه هند ته بایلوده

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې په اسیایي جام کې نن خپله لوبه هند ته بایلوده.

افغانستان په دې لوبه کې هند ته د ۲۶۰ منډو هدف ورکړ، خو هندي لوري د شپږو لوبغاړو په سوځېدو دا هدف پوره او په څلورو وېکټو یې بریا خپله کړه.

افغانستان په دې ماتې سره د خپل پرمختګ چانس له لاسه ورکړ.

افغان لوبډلې دې جام کې درې لوبې درلودې چې له اماراتو یې وګټله، خو هند او پاکستان ته‌یې لوبې بایلودې.