جرمني ته د نومليکنې انلاين فورم بندېدو له خطر سره مخ افغان خبريالان اندېښمن کړي!

د روان لمريز کال د لړم میاشتې په لومړیو کې د جرمني دولت له خطر سره مخ افغانانو ته د پناه ورکونې د یو نوي پروګرام په اعلانولو سره وویل چې، د دې پروګرام په چوکاټ کې به د خبریالانو په ګډون هره میاشت زر کسان مني.
خو تازه د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) د خبریالانو په ګډون له خطر سره مخ افغانانو د نوم لیکنې لپاره په خپله ځانګړې شوې وېبپاڼه د نوم ليکنې انلاين فورم په موقت ډول تړلى دى.
په افغانستان کې مېشت د رسنیو ځیني کار کونکي او خبریالان وایي، د دې فورم تړل کېدو دوی اندېښمن کړي دي.
د رحماني په نوم یو خبریال چې د امنیتي اندېښنو له امله نهغواړي پوره نوم یې، په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل چې، د دوی یوازینۍ تمه او هیله د جرمني هېواد همدا پروګرام و.
نوموړی وايي: "زموږ تمه او امید همدې سایټ ته و، خو دا سایټ چې تړل شوی دی ډېره د اندېښنې وړ خبره ده او ټول خبریالان تشویش لري او تمه لري چې په دې پروسه کې اسناد په شفاف ډول وڅېړل شي او کوم خبریالان چې واقعاْ له ګواښ سره مخ دي، هم دوی انتقال شي. پخوا هم درغلي شوې ده او سازمانونه او د رسنیو ځیني ملاتړي بنسټونه بې باوره سوي دي."
طوفان رهنورد چې پخوا په کابل کې د یوې رسنۍ کارکونکی و، ده هم غوښتل چې د جرمني هېواد د ژغورنې دی پروګرام ته نوم لیکنه وکړي.
رهنورد وایي، چې د امنیتي ستونزو ترڅنګ، دوی غوښتل چې له شته بېکارۍ او سختو اقتصادي ستونزو څخه د خلاصون لپاره د همدې پروګرام له لارې بهر ته لاړ سي.
ښاغلی رهنورد وايي: "هغه کسانو چې د رسنیو د مدیرانو او د رسنیو په بېلابېلو برخو کې کار کاوه، هغوی لا هم په افغانستان کې پاتې دي، که له امنیتي لحاظه له ګواښ سره مخ نهدي، خو له اقتصادي پلوه له ډېرو ستونزو او ژور خفګان سره مخ دي."