دهلمندولایت دجګړې دلومري کرښي امنیتي او دفاعي ځواکونه وستایل سول !

دهلمندولایت دجګړې دلومري کرښي امنیتي او دفاعي ځواکونه وستایل سول ! په هلمند ولایت کې نن دبسیج ملی پروګرام له لوری دجګړې دلومړي کرښی سرتیرو ته چې په دغه پروګرام کې دهلمند ولایت حکومتی مسؤلین ،قومی مشرانو او مدنی فعالانو برخه اخیستې وه وستایله. دپروګرام ګډون کونکو په دغه پروګرام کې دا وویل چې زموږ امنیتی او دفاعي ځواکونو په کلکه دهیواد او خلکو څخه ساتنه کړې ده . نوموړو وویل موږ دخپل امنیتی سرتیرو تر څنګ ولاړ یو او دبسیج ملی څخه مننه کو چې زموږ سرتیری ېې دجګړې په لومړي کرښه کې په مادی تحفو وستایل.ددوی په خبره په دغه تحفوکې یوه یوه جوړه ګنډ والا کالی ،روغتیايي کیټ یوه بکسه او دغرمې ډوډی هم شامل وه. دیادونې وړ ده چې دا لومړي ځل دی په هلمند ولایت کې دجګړې دلومړي کرښې سرتیری په مادی تحفو ستایل کیږی .

Jul 19, 2021 - 22:55
 30
دهلمندولایت دجګړې دلومري کرښي امنیتي او دفاعي ځواکونه وستایل سول !

دهلمندولایت دجګړې دلومري کرښي امنیتي او دفاعي ځواکونه وستایل سول !

په هلمند ولایت کې نن دبسیج ملی پروګرام له لوری دجګړې دلومړي کرښی سرتیرو ته چې په دغه پروګرام کې دهلمند ولایت حکومتی مسؤلین ،قومی مشرانو او مدنی فعالانو برخه اخیستې وه وستایله.

دپروګرام ګډون کونکو په دغه پروګرام کې دا وویل چې زموږ امنیتی او دفاعي ځواکونو په کلکه دهیواد او خلکو څخه ساتنه کړې ده .

نوموړو وویل موږ دخپل امنیتی سرتیرو تر څنګ ولاړ یو او دبسیج ملی څخه مننه کو چې زموږ سرتیری ېې دجګړې په لومړي کرښه کې په مادی تحفو وستایل.ددوی په خبره په دغه تحفوکې یوه یوه جوړه ګنډ والا کالی ،روغتیايي کیټ یوه بکسه او دغرمې ډوډی هم شامل وه.

دیادونې وړ ده چې دا لومړي ځل دی په هلمند ولایت کې دجګړې دلومړي کرښې سرتیری په مادی تحفو ستایل کیږی .