د ترکیې امنیتي ځواکونو ۱۴۹ افغانان خپل قلمرو کې نیولي

د ترکیې امنیتي ځواکونو ۱۴۹ افغانان چې د ایران له سرحد څخه د دې هېواد قلمرو ته ننوتي وو، نیولي دي.
په هغو ویډیویي تصاویرو کې چې رویټرز خبري اژانس پرون خپاره کړل، پولیس په داسې حال کې لیدل کېږي چې دا کډوال له یوه ټرکه راکښته کوي.
رویټرز وايي، دا عملیات د پنجشنبې په ورځ په بیټلیس Bitlis ښار کې شوي دي.
ترکیې له ایران سره په سرحد کې امنیتي تدابیر په دې خاطر پیاوړي کړي چې د اروپا خوا ته د غیرقانوني کډوالو د څپې مخه ونیسي.
ترکي چارواکي وايي، د دې کډوالو د انتقال په تړاو یې یو قاچاقبر هم نیولی دی.
رویټرز د سیمه ییزو چارواکو له قوله راپور ورکوي چې وايي، نیول شوي افغان کډوال د ایران سرحد ته نژدې وان ولایت ته استولي، څو له هغه ځایه یې بېرته ایران ته ستانه کړي.