د ترکیې خبرداری؛‌ ناټو کې به د فنلنډ‌ او سویډن د غړیتوب مخه ونیسو

May 17, 2022 - 18:54
 6
د ترکیې خبرداری؛‌ ناټو کې به د فنلنډ‌ او سویډن د غړیتوب مخه ونیسو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا ناټو کې د فنلنډ او سویډن له غړیتوب سره مخالفت ښودلی دی.

ښاغلي‌ اردوغان ویلي چې دا هېوادونه دې د قناعت ورکولو لپاره پلاوي‌ نه ورلېږي.‌

انقره له دې کبله له فنلنډ‌ او سویډن ناراضه ده چې ګواکې د ترکیې او سوريې د کرد ملېشو غړو ته یې ځای او پناه ورکړې.‌

دغو هېوادونو تازه رسمآ اعلان کړی چې غواړي‌ ناټو کې غړیتوب واخلي.‌

سویډن پر اوکرایین د روسیې یرغل ته په اشاره ویلي اروپا له نوي حقیقي خطر سره مخامخ ده.‌

د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین وایي‌ ناټو کې د فنلنډ‌ او سویډن غړیتوب نیغ په نیغه مسکو ته ګواښ نه پېښوي، خو پر دې یې هم ټینګار کړی چې د پوځي‌ زېربناو پراختیا به د کرملېن له غبرګون سره مخ شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اروغان د دوشنبې ناوخته یوه خبري کنفرانس ته وویل هېواد یې ناټو کې د فنلنډ‌ او سویډن د غړیتوب مخالف دی.

هغه ویلي "له دغو دواړو یو هېواد هم د ترهګرو سازمانونو په تړاو روڼ او څرګند چلن نه لري.‌ څنګه پرې باور کولی شو؟".

انقره دا دوه نوردیک هېوادونه کردانو کارګر ګوند "پي‌ کې کې" او د سوري‌ کردانو د "وای پي‌ جي" سازمان غړو ته د پناه په ورکولو تورنوي.‌

د ترکیې حکومت همدا راز وایي‌ دغو هېوادونو د فتح الله ګولېن پلویانو ته هم ځای ورکړی چې د انقرې په وینا دغه هېواد کې د ۲۰۱۶ کال ناکامه پوځي‌ کودتا کې لاس لري.‌

دغو هېوادونو په ۲۰۱۹ کال تر هغې وروسته پر ترکیې د وسلو بندیز اعلان کړ چې سوریه کې یې نېغ په نیغه پوځي‌ مداخله وکړه.

د فنلنډ بهرنیو چارو وزیر پېکا هاوییستو د دوشنبې پر ورځ هېلسینکي کې خپل پارلمان ته خبرو کې وویل د ترکیې دریځ‌ حیران کړی.

خو هغه زیاته کړې چې د دوی حکومت د ده په خبره ښاغلي اردوغان سره "چنو وهلو" ته لېوالتیا نه لري.‌

ناټو کې د فنلنډ‌ او سویډن له غړیتوب سره د ترکیې مخالفت داسې مهال دی چې د نړۍ دغه تر ټولو ځواکمن پوځي اېتلاف تازه بالتیک سیمه کې د پراخو پوځي‌ تمرینونو د پيل اعلان کړی.

دغه تمرینونه اسټونیا کې کېږي او د فنلنډ‌ او سویډڼ په ګډون د ۱۰ هېوادونو ۱۵۰۰۰ سرتېري‌ پکې برخه لري.

G-499XEZXP0C