د جاپان سفیر وايي، چمتو یوو چې د افغان ځوانانو د مسلکي روزنې په برخه کې همکاري وکړو

Feb 23, 2023 - 14:50
 6
د جاپان سفیر وايي، چمتو یوو چې د افغان ځوانانو د مسلکي روزنې په برخه کې همکاري وکړو
چارواکي وايي، د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا د رئيس الوزرا ادارې مرستيال سره په کتنه کې ويلي، چې افغانستان کې د ځوان بشري ځواک ظرفیت زیات دی او موږ چمتو یوو، چې د افغان ځوانانو د مسلکي روزنې په برخه کې همکاري وکړو.
نوموړي زیاته کړې؛ دا چې په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت، قاچاق، تولید او استعمال کم سوی دی، جاپان په دې برخه کې خپلې مرستې له دوه میلیونه ډالرو څخه درې میلیونه ته زیاتې کړې دي.
سکون راډیو