د خوړو نړیوال پروګرام هره میاشت له ۱۵ میلیونه افغانانو سره مرسته کوي

Oct 8, 2022 - 16:33
 6
د خوړو نړیوال پروګرام هره میاشت له ۱۵ میلیونه افغانانو سره مرسته کوي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د راروان کال تر مارچ میاشتې پورې به هره میاشت له ۱۵ میلیون افغانانو سره مرسته کوي څو له غذايي بحران څخه یې وژغوري.

د دې پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي چې د ملګروملتونو دا اداره غواړي چې د راروان ژمي په موسم کې میلیونونه افغانانو ته خواړه ورسوي.

دې ادارې مخکې هم ویلي و، چې له اوکراین څخه به ۸۰ زره ټنه غنم واخلي څو په افغانستان کې یې اړو خلکو ته ورسوي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې اوسمهال د افغانستان له شل میلیون زیات وګړي د لوږې له بحران سره مخامخ دي.