زیلینسکي: له روسي ځواکونو مو یو شمېر سیمې بېرته ونیولې

Oct 8, 2022 - 16:21
 3
زیلینسکي: له روسي ځواکونو مو یو شمېر سیمې بېرته ونیولې

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وایي، پوځیانو یې د اوکراین په ختیځ کې نهه ویشت مېشتځایونه او څه باندې اووه سوه اویا کیلومتره سیمه ازاده کړې ده.

د دې سیمو شپږ په لوهانسک کې دي.

لوهانسک، خرسون، زاپروژیا او دونیڅک د اوکراین د خاورې هغه برخې دي چې روسیې په غیرقانوني ډول له خپلې خاورې سره الحاق کړې.

بل لور ته د روسیې دفاع وزارت پرون وویل چې په دونیڅک کې یې د لیمان ښارګوټې ته څېرمه د اوکرایني ځواکونو د پرمختګ مخه نیولې ده او له هغوی څخه یې درې کلي بېرته نیولي دي.

دې وزارت همداراز ویلي دي چې د خرسون په سیمه کې یې په یو شمېر کلیو کې د اوکرایني پوځیانو د پرمختګ مخنیوی کړی دی.

د جګړې له ډګره په خپلواک ډول د دې ادعاوو تایید نه دی شوی.