امریکا: ا ا ا دې د بشري حقونو برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي

Oct 8, 2022 - 18:16
 10
امریکا: ا ا ا دې د بشري حقونو برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا د متحدایالتونو استازې مېشل ټیلر د ا ا ا پر حکومت غږ وکړ چې خپلې ژمنې د مېرمنو او نجونو د حقونو د ورکړې په برخه کې ترسره کړي.

مېرمن ټیلر دا غوښتنه پرون د دې شورا د غونډې پرمهال وکړه.

هغې وویل: "موږ له نړیوالې ټولنې سره په ګډه له ا ا ا غواړو چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته د درناوي لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ټول لګېدلي محدودیتونه لرې کړي."

که څه هم ا ا ا ویلي دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی کوي، خو د بشري حقونو فعالان ا ا ا د ښځو او نجونو د حقونو په نقضولو تورن کړي دي.