د هلمندولایت د کلیو د بیارغوني او پراختیا سرپرست ریس معرفت غونډه ترسره سوه.

Nov 15, 2021 - 15:33
 36
د هلمندولایت د کلیو د  بیارغوني او پراختیا سرپرست ریس معرفت غونډه  ترسره سوه.
د هلمندولایت د کلیو د  بیارغوني او پراختیا سرپرست ریس معرفت غونډه  ترسره سوه.

د هلمند ولایت د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست د سرپرست ریس معرفت غونډه ترسره سوه.

تیره ورځ ناوخته د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست په انګړ  کې د همدی ریاست د نوي سرپرست ریس د معرفت په موخه غونډه ترسره سوه.

په یاده غونډه کې د مرکز څخه راغلي د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده، د ولایتي اداري چارواکو او د  همدي ریاست کارکوونکو برخه اخیستي وه، د غونډي  پر مهال د کلیو د بیارغوني او پراختیا د سرپرست وزیر لخوا ملا محمود (ثاني ) د هلمند ولایت د کلیو بیارغونی او پراختیا ریاست د سرپرست ریس په توګه معرفي سو.

دا معرفت غونډه داسي مهال ترسره کیږي چي پدي وروستیو کې د اسلامی امارت له لوري بیلابیلو ادارو ته نوي سرپرست ریسان معرفي سوي دي.