د هوا پيژندنې ادارې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د تېز باران او واورې ورېدو اټکل کړی دی

دغې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن او سبا په پکتيکا، خوست، پکتيا، لوګر، ننګرهار، لغمان، کابل، ميدان وردګ، باميان، دایکنډي، غزني، ارزګان، کندهار او زابل ولايتونو کې د تېز باران او واورې ورېدو اټکل سوی دی چې د ورښت کچه په بېلابېلو نقاطو کې له (۱۰ ـ ۲۵) ملي مترو او د واورې کچه په بېلابېلو نقاطو کې له (۱۰ ـ ۲۰)سانتي مترو پورې اټکل سوې ده.
سکون راډیو