د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون د ایران له خاص استازي او سفیر سره کتلي.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون د ایران له خاص استازي او سفیر سره کتلي. په دې کتنه کې ویل سوي چې د افغانستان امنیتي وضعیت اوس دې ته مساعد دی چې کورني او بهرني پانگه اچوونکي پانګونه وکړي. دواړو لورو د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.