د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د بريدونو له امله د ۴ سرتېرو په ګډون اوه تنه وژل سوي دي.

Dec 25, 2022 - 16:04
 15
د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د بريدونو له امله د ۴ سرتېرو په ګډون اوه تنه وژل سوي دي.
د رسنيو د راپورونو له مخې، د بلوچستان او سویلي وزیرستان په بېلا بېلو امنیتي پېښو کې د پاکستان د څلورو سرتېرو په ګډون اوه کسان وژل سوي دي.
د بلوچستان ځایي چارواکي وایي چې په کیچ ولسوالۍ کې د ډنوک او ګوګدان په منځنۍ سیمه کې وسله والو کسانو د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید کړی دی.
سرچینې زیاته کړې چې په دې برید کې د یوه افسر په ګډون څلور سرتیري وژل شوي او یو بل ټپي سوی دی.
امنیتي مسوولینو ویلي چې په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل سوي، خو تر اوسه د پېښې په تړاو نه څوک نیول سوي او نه هم چا ددې برید مسوولیت اخیستی دی.
د یو بل خبر له مخې، د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا د سویلي وزیرستان په برمل سیمه کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل سوي دي.
ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي چې دوی وړمه ورځ د نامعلومو کسانو لخوا تښتول سوي وو او پرون یې مړي ترلاسه سوي دي.
سکون راډیو