د ځمکو ،ښارجوړولو، او زراعت ریاستونو مسؤلینو ناوې ولسوالۍ ته سفر وکړ

نن شنبه د هلمـند ولایت دځمکو او ښار جوړولو سرپرست رئیس مولوی سید نيک محمد معتصم ، د زراعت ریاست استازي انجنیر امان الله ناوې ولسوالۍ ته سفر وکــــړ.
پدي ګډ سفر کي د حکومتي املاکو د ساتني او د ځمکوالو د ستونزو د حل په موخه د اړوند ولسوالۍ عینک ، ګوهرګین ، خلچ ، هزار آسپ ، جرنامو، او چهارقلفانو په ساحو کي د شخصي او حکومتي ځمکو څخه لیدنه وکـــړه.
دپلاوي مسؤلینو پدي لیدنه کي د خلکو مشکلات دنژدو واوریدل او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.