هلمند کي د ترافیکو مدیریت د موټر چلونکو لپاره د ترافیکي زده کړو پنځلس ورځنۍ کورس پرانیست

نن شنبه دهلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کي دترافیکو مدیریت له خوا ملکي او نظامي موټر چلونکو ته دزدکړو کورس پرانیستل سو.
پدي کورس کي به د دي ولایت سل تنه موټر چلونکو ته ترافیکي اصولو زده کړې ورکړل سي.
د موټر چلونکو لپاره د ترافیکي زده کړو پدي کورس کي به په لویو لارو ، ښارونو، فرعي، او عمومي سړکونو د نصب سوو ترافیکي لوحو ، ترافیکي اشارو ، او ورته نورو ترافیکو اصولو زده کړي ورکړل سي.
د هلمند د ترافیکو مدیریت مرستیال حاجي سردارمحمد ولي زاده وايي: په یاد کورس کي به نظامي او ملکي موټر چلونکو ته زده کړي ورکړل سي. د ده په وینا پدي سره به په ترافیکو پيښو کې زیات کموالی راسي.
هغه موټر چلونکي چي پدي کورس کي يي ګډون کړی وايي: ترافیکي چارو زدکړه خورا مهمه ده ، له یوې خوا به دوی قانوني اسناد ترلاسه کړي او له بلي خوا به په ټولو هغو قوانینو پوه سي ، چي د موټر چلوني پر مهال ورته اړتیا وي.
د یادوني وړده چي اوس مهال په ښارونو کي ګڼه ګوڼه زیاته سوې ده ، چي د ترافیکي اصولو څخه سرغړوني او نه پاملرنې له امله ګڼي ترافیکي پیښي رامنځ ته کیږي.