د کابل پوهنتون د پښتو ادبياتو پوهنځى د معلومات په اساس استاد زغم د زيات وخت راپدېخوا ناروغ و چې نن يکشنبه يې د ورپيښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
نوموړي د پښتو ادبياتو پوهنځى د پياوړي استاد تر څنګ ددغه څانګې امر هم پاتې سوى وو.
د کابل پوهنتون د پښتو ادبياتو پوهنځي ويلي چې هغه د استادۍ تر څنګ تکړه لیکوال، څېړونکی، ژورنالیست، ژباړونکی او شاعر هم وو.
معاصره لیکوالي، پښتو عرفاني او تصوفي ادبیات،
پښتو فلکوري ادبیات، د شعر ښکلاییزه برخه، پښتو چاربیته، په شپېتمه لسیزه کې د افغانستان پښتو شعر ته کتنه او رحمان بابا یو صوفي او عارف شاعر وو؟ د نوموړي ليکل سوي اثار دي.
د کابل پوهنتون د پښتو ادبياتو پوهنځى د دکتور زغم مړينه د دغه څانګې لپاره نه جبرانېدونکې بللې: "د استاد بېلتون د پښتو ادب کورنۍ ته سخت او نه جبرانېدونکی دی دا غم نه یوازې پښتو څانګې بلکې د پښتو ژبې هر لیکوال او هر لوستي ته دروند او نه جبرانېدونکی دی"
سکون راډیو