روغتيايي مشوره: د حمل په لومړيو مياشتو کې اناناس خوړل ضرري دي

Jan 2, 2023 - 15:27
 78
روغتيايي مشوره: د حمل په لومړيو مياشتو کې اناناس خوړل ضرري دي
دا چې حمل لرونکې ميرمنې د حمل پر مهال بايد اناناس ميوه وخوري او کنه په اړه يې دوه لارښوونې کېږي.
ځيني روغتياپالان د اناناس خوړل بې ضرره بولي او زياتوي چې دغه ميوه نه يوازې چې ضرري نه ده بلکې د حمل پر مهال يې ميرمنې بايد وخوري.
يوه تازه روغتيايي څېړنه په ګوته کوي چې د حمل په لومړيو درېيو مياشتو کې د اناناس خوړل ځکه ضرري دي چې دغه ميوه د (بروملین) په نوم يوه ماده لري او بروملین د رحم د ازادېدو سبب کېږي چې پايله کې ماشوم سقط کېږي.
روغتيايي مشوره دا ده، چې مېندې بايد د حمل په لومړيو درېيو مياشتو کې د اناناس ميوې له خوړلو ډډه وکړي او بيا وروسته که په کمه اندازه وخوړل سي، ښايي ستونزې پېښې نه کړي.
سکون راډیو