ارزګان مېشتي خلک: طالبان پر خلکو له سره لمونځونه تکراروي

Dec 23, 2021 - 17:37
 18
ارزګان مېشتي خلک: طالبان پر خلکو له سره لمونځونه تکراروي

ارزګان مېشتي خلک وايي، طالبان په دې ولایت کې پر خلکو لمونځونه تکراروي چې دغه چارې خلک اړ کړي چې نور جوماتونو ته د لمانځه لپاره ولاړ نه سي.

د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار مرکزي جامع جومات کې د پخوا پرتله د لمونځ کوونکو شمېر څه اندازه کم سوی دی، ځکه دغه ولایت کې طالبانو د ټولو جوماتونو امامانو ته امر کړی چې جامع جومات ته په ورتلونکو خلکو تر لمانځه وروسته لمونځونه تکرار کړي او تېروتنې یې ورپه ګوته کړي

په ارزګان کې د امر بل المعروف و نهی عن المنکر ریاست يو ديني عالم مولوي محمد يعقوب شرافت رسنیو ته وويل چې دوی د جوماتونو ټول ديني عالمانو ته دنده سپارلې، څو پر خپلو مقتديانو لمونځونه له سره تکرار کړي او هغه کسان چې د لمونځونو طريقه يې سمه نه وي اصلاح يې کړي.

دی وايي، د ارزګان د امر بل المعروف و نهي عن المنکر ادارې د ټولو نورو کارونو څخه مخکې دغه کار مهم وګاڼه چې پر خلکو له سره لمونځونه زده کړي.