د پاکستان سیاسي ګوندونه: افغانستان کې پراخ بنسټه حکومت غواړو

Dec 25, 2021 - 18:49
 13
د پاکستان سیاسي ګوندونه: افغانستان کې پراخ بنسټه حکومت غواړو

د پاکستان سیاسي ګوندونو د یوه باثباته افغانستان او د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره پر طالبانو د سیمې د هېوادونو د فشار غوښتنه وکړه.

دوی وویل، په افغانستان کې ثبات نه یوازې د افغانانو لپاره مهم دی بلکې د سیمې د هېوادونو په ګټه هم دی ځکه چې د کډوالو د بهېر له ورماتېدو او د ناامنۍ له ورخپرېدو به خوندي وي.

له بلې خوا د پاکستان یو شمېر مذهبي ډلو بیا د خپل هېواد له حکومته وغوښتل چې ملګروملتو ته دې نه ګوري او د طالبانو حکومت دې په رسمیت وپېژني.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې د پاکستان په شمول هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.