طالبان: د هوایي ډګرونو په اړه ترکیې او قطر سره خبرې روانې دي

Dec 25, 2021 - 15:54
 7
طالبان: د هوایي ډګرونو په اړه ترکیې او قطر سره خبرې روانې دي

طالبان وايي چې له قطر او ترکیې سره یې د کابل او څو نورو هوايي ډګرونو د چارو د سمبالولو په اړه خبرې دوام لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه خبریالانو ته وویل چې له دواړو خواوو سره د دوی خبرې روانې دي، خو تر اوسه کومې پایلې ته لا رسېدلي نه دي.

د پنجشنبې په ورځ د ترکیې انادولو دولتي خبري اژانس راپور ورکړ چې د کابل د هوايي ډګر د چارو د سمبالولو په اړه د ترکیې او قطر ترمنځ د تفاهم سند لاسلیک سو.

د دغه سند پر اساس، د دواړو هېوادونو کمپنۍ به د مساوي شراکت پر اساس د کابل د نړیوال هوايي ډګر د سمبالولو په چارو کې همکاري کوي.

د دواړو خواوو ترمنځ له موافقې وروسته د دوی او طالبانو ترمنځ خبرې پیل سوې چې د ښاغلي مجاهد په وینا تراوسه پورې نهايي سوي نه دي.