لغمان کې سلګونه ګورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې سوي.

Mar 27, 2023 - 20:02
 12
لغمان کې سلګونه ګورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې سوي.
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونېسف په لغمان ولایت کې د سلګونو کورنیو لپاره د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکوي.
یونېسف ویلي چې، د سویډن د نړیوالې پراختیا د ادارې سیدا په مرسته یې په لغمان ولایت کې درې زره کورنیو ته د څښاک پاکې او دوامداره اوبه برابرې کړې دي. یونېسف ویلي، تر ځمکې لاندې پاکو اوبو د رایستلو لپاره یې د برمو د اړتیا وړ برښنا لپاره څلور سوه سولري شيشي نصب کړي دي.
سکون راډیو