د کډوالۍ نړیوال سازمان ۸۰۰ افغان مېرمنې په بېلابېلو برخو کې روزلي

Dec 26, 2021 - 19:43
 16
د کډوالۍ نړیوال سازمان ۸۰۰ افغان مېرمنې په بېلابېلو برخو کې روزلي

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا (IOM) وايي، د خپلو روزنیزو پروګرامونو له لارې یې په افغانستان کې نږدې ۸۰۰ مېرمنې په بېلابېلو مسلکي برخو کې روزلي دي.

د دې ادارې د پروني ټویټ له مخې دغو مېرمنو له خیاطۍ څخه رانیولې د موبایلونو تر جوړولو پورې مسلکونه زده کړي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ژمنه کړې چې په افغانستان کې به ښځو او نجونو ته په بېلابېلو برخو کې د کار و بار فرصتونه برابر کړي.