داعش په کابل کې د پنجشنبې ورځې د چاودنې مسوولیت ومانه

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په کابل کې د پنجشنبې ورځې د چاودنې مسوولیت ومانه.
د رویټرز خبري اژانس د پروني راپور له مخې، دغه چاودنه د پاسپورټ ریاست دروازې ته نږدې وسوه.
طالبانو ویلي وو چې یوه انتحاري غوښتل د پاسپورټ ریاست ته ننوځي چې تر ننوتلو مخکې په نښه سو.
د طالبانو په وینا په دې پېښه کې حمله کوونکی ووژل سو، خو بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
داعش ډلې پرون شنبه په هغه پیغام کې چې په ټلګرام کې یې خپور کړی، د دې پېښې مسوولیت منلی دی.