مسکو د روسیې-ناټو شورا په جوړېدونکې غونډه کې په خپل ګډون غور کوي

مسکو راتلونکې میاشت د روسیې-ناټو شورا په جوړېدونکې غونډه کې په خپل ګډون غور کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړې چې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د داسې یوې غونډې وړاندیز ورته کړی دی.
روسیې په دې غونډه کې د ګډون یا نهګډون پرېکړه لا نهده کړې، خو تاس خبري اژانس د کرملېن د یوه ویاند په حواله ویلي "دوی پرې غور کوي".
د ناټو یوه ویاند هم چې نومیې نهدی ښودلی ویلي، دوی له روسیې سره په اړیکه کې دي چې غونډه کې د ګډون ډاډ ورکړي.
د روسیې-ناټو شورا ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوه، خو په وروستیو کې د اوکراین په ختیځ کې د شخړې له کبله غیر فعاله سوې ده.