جرمني کې دوه افغان وروڼه د خپلې خور په وژلو رسماً تورن سول

د برلین د څارنوالۍ دفتر پرون دوشنبه اعلان وکړ چې دوه افغان وروڼهیې د خپلې خور په وژلو چې هغه د ناموسۍ قتل بلل سوی، رسماً تورن کړي دي.
څارنوالانو ویلي چې د ۳۴ کلونو په عمر قرباني چې د دوو اولادونو مور وه، پنځه میاشتې مخکې په دې خاطر چې د ښځو د چلند له سختو مقرراتو څخهیې چې د افغانستان په ډېرو برخو کې نافذ دي، سرغړونه کړې وه، وژل سوې.
وژل سوې ښځه له خپل افغان مېړه جلا سوې وه.
د جرمني په رسنیو کې په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د ۲۲ او ۲۵ کلونو په عمر دواړه وروڼه چې یوه غټ بکس ورسره دی، د برلین سود کریوز د اورګاډي تمځای ته وړي.
دواړه وروڼه د اګسټ له څلورمې راهیسې په توقیف کې دي.