تور او سپين عکسونه؛ 'مير زمان' له شپږو لسيزو راهيسې عکاسي کوي

Jun 5, 2023 - 00:27
 24
تور او سپين عکسونه؛ 'مير زمان' له شپږو لسيزو راهيسې عکاسي کوي
درې اویا کلن میرزمان د کابل له مشهورو عکاسانو څخه دی، چې ډېری بهرنیان او سېلانیان پرې عکسونه جوړوي.
نږدې شپېته کال کېږي، چې ښاغلی میرزمان په خپلې فوري کمرې تور او سپین عکسونه اخلي.
نوموړي وويل، که څه هم اوس عصري او ډيجيټل کمرې بازار ته راغلي، خو د لرګي په درې پایو ولاړه، د ده لستوڼي والا فوري کمره لا هم خپل ځانګړي مينه‌وال لري.