سېنټکام: له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو چاره ۹۵ سلنه بشپړه شوې

Jul 28, 2021 - 15:43
 21

سېنټکام: له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو چاره ۹۵ سلنه بشپړه شوې

له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ یا سېنټکام تازه بیان کې ویلي، په ټول کې له افغانستان د ځواکونو د

اېستلو چاره څه باندې ۹۵ سلنه بشپړه او ټاکل شوې د راتلونکې اګست میاشتې تر ۳۱مې بشپړه شي.

مرکزي قومندانۍ افغانستان ته د لویو درستیزانو کمیټې د مشر جنرال فرانک مېکنزي د وروستي سفر یادولو سره وايي، په دې سفر کې له افغان دولت سره د امریکا د دوامداره پوځي مرستې په اړه وروستي معلومات شریک شول.

په دې سفر کې د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره له افغان ځواکونو هوايي ملاتړ یوه مهمه موضوع وه.

د مرکزي قومندانۍ په بیان کې د ښاغلي مېکنزي له قوله ویل شوي، پر طالبانو د امریکا هوايي ځواک بریدونه په تېرو څو ورځو کې زیات شوي.