هلمند والي نهر سراج ولسوالۍ ته سفر وکړ.

Nov 10, 2021 - 18:58
 13
هلمند والي نهر سراج ولسوالۍ ته سفر وکړ.
هلمند والي نهر سراج ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د هلمند والي عبدالاحد (طالب) د یو پلاوي په مشري نهر سراج ولسوالۍ ته سفر وکړ.

په یاد سفر کې له هلمند والی سره د هلمند  امر بالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست ریس مولوي عبدالحي عمري او د همدي ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریاست استازو او نورو مسولینو ملتیا کوله.

 د هلمند والی په هغه غونډه کې برخه واخیستل چي د یاد پلاوي د ورتګ په مناسبت جوړه سوي وه او همدا رنګه هلمند والي غونډي ته د وینا پر مهال د نهر سراج ولسوالۍ  اوسیدونکو ته د امنیت ډاډ ورکړ او امنیتي ځواکونو ته یې له ولسي خلکو سره د ښه چلند او په خپلو صفوفو کې د اصلاحاتو راویستو سپارښتنه وکړه د غونډي په وروستیو کې هلمند والي د نهرسراج ولسوالۍ د ولسونو له همکاري مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چي راتلونکي کي له موجوده نظام سره لا زیاته همکاري وکړي.

هلمند کې د رسمي چارو د پیل وروسته ولسوالیو ته دا د هلمند والي لومړی سفر دی.