غلام غوث ناصري د طالبانو له‌خوا د ښار جوړونې وزارت سرپرست وټاکل سو

Dec 27, 2021 - 20:08
 16
غلام غوث ناصري د طالبانو له‌خوا د ښار جوړونې وزارت سرپرست وټاکل سو

غلام غوث ناصري د طالبانو حکومت له‌خوا د ښار جوړونې وزارت د سرپرست په توګه معرفي سوی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر دا خبر ورکړی.

هغه ویلي چې ښاغلی ناصري د رئیس‌الوزرا په امر د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مالي او اداري معین او د وزارت د سرپرست په توګه ټاکل سوی.

تر دې یوه اوونۍ مخکې مسلم حقاني د ښار جوړولو وزارت د سرپرست په توګه معرفي سوی و.

د طالبانو حکومت مخکې ویلي و چې کابینه‌یې موقتي ده او د وخت په تېرېدو په‌کې تغيیرات راولي.