کندهار کې د شیعهګانو د يوه جومات امام او ۳ لمونځ کوونکي په چاقو وهل سوي

په کندهار کې د شيعهګانو د یوه جومات ملا امام او درې نور لمونځ کوونکي د چاقو په ګوزارونو ټپيان سوي.
یوه سرچینه چې نهغواړي نومیې خپور سي رسنیو ته وویل چې یکشنبه د کندهار ښار د لومړۍ حوزې د شیعهګانو اړوند د امام علي په جومات کې یو کس د ماسپښين تر لمانځه وروسته د دې جومات پر امام یاسین سروري د چاقو په وسیله برید کړی او هغهیې سخت ټپي کړی.
د سرچینې په وینا نورو لمونځ کوونکو د امام د ساتنې هڅه کړې چې په هغوی هم بریدګر ګوزارونه کړي او ټپیان کړي یې دي.
بریدګر نیول سوی او د طالبانو مسؤلینو ته سپارل سوی دی.
د پېښې ټپيان هم روغتون ته انتقال سوي، خو د جومات د امام یاسین سروري وضعه ښه نهده.
په کندهار کې د طالبانو حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
که څه هم د دې پېښې انګېزه تر اوسه نهده معلومه، خو تر دې مخکې په کندهار کې د شعیهګانو پر یوه جومات په انتحاري حمله کې لسګونه کسان مړه او ټپیان سوي وو چې مسؤلیتيې داعش وسلهوالو یا د اسلامي دولت ډلې منلی و.
تر هغې پېښې وروسته کندهار کې د شیعهګانو د جوماتونو امنیتي تدابیر زیات سوي دي.