له بندیزونو سره مخ هېوادونو ته د بشري مرستو رسولو اجازه ورکړل سوه.

Dec 10, 2022 - 14:06
Dec 10, 2022 - 14:08
 11
له بندیزونو سره مخ هېوادونو ته د بشري مرستو رسولو اجازه ورکړل سوه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر ماښام هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې هېوادونو ته له خنډ پرته بشري مرستو ته اجازه ورکوي.

د پرېکړه لیک په متن کې ویل سوي چې د بسپنې وېشلو، اقتصادي سرچینو یا د اړتیاوړ توکو او خدمتونو ته اجازه ورکول کېږي څو دا مسئله یقیني سي چې بشري مرستې په خپل وخت ورسېږي او دا له هغو شتمنیو څخه سرغړونه نه ده چې دې شورا کنګل کړي دي.

دغه پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو د ادارو او همدارنګه د بشرپالنې په چاره کې ښکېلو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سازمانونو ته د اعتبار وړ دی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د دغه پرېکړه لیک هرکلی وکړ او هغه یې د بشرپالنې د اقداماتو په تاریخ کې یوه مهمه ورځ وبلله.

سره صلیب هیله وښوده چې دغه اقدام به دې ته لاره هواره کړي چې ټولنې له ښو خدمتونو لکه روغتیایي پاملرنې او د څښاک د پاکو اوبو لپاره د څاګانو له کیندلو برخمنې شي او هم د هغو کسانو لیدو ته ښه زمینه برابره کړي چې په جګړو کې نیول شوي یا نیول کېږي.

سکون راډیو