ننګرهار کې ۵،۷۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل سوه.

Nov 9, 2022 - 19:53
 13
ننګرهار کې ۵،۷۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل سوه.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د سرخرود ولسوالۍ ککړک سیمې اړوند ګزک کلي کې د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنی ته وسپارل سوه.
دکلیوبیارغونې او پراختیا ریس وايي، چې دیادې شبکې په جوړیدو سره ځایي 17563 اوسیدونکو لپاره د څښاک پاکې اوبو ته لاس رسی پیدا کړل.
د اوبو رسولو دغه شبکه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ او نظارت لاندې د امریکا مهاجرینو اداری (BPRM) ۵میلونه ۷۴زره ۸ سوه ۵۶ افغانیو مالي او NRC مؤسسی په تخنیکي همکارۍ جوړه سوې.
سکون راډیو