پاکستان سبا د افغانستان په اړه د مهمې غونډې کوربه دی

Nov 10, 2021 - 19:45
 10
پاکستان سبا د افغانستان په اړه د مهمې غونډې کوربه دی

ټاکل شوې، چې سبا د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د متحده ایالاتو، روسیې او چین په ګډون د افغانستان په اړه د ترویکا لړۍ د غونډې کوربه وي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر به د یادې غونډې مشري وکړي.

معلومه نه ده، چې په دې غونډه کې د نورو هېوادونو په کومه کچه استازي ګډون کوي، خو ډېره تمه دا ده چې د افغانستان په اړه به د یادو هېوادونو استازي د غونډې غړي وي.

تمه کیږي، چې د غونډې ګډونوال به وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره هم وویني.

د ترویکا غونډې د اجنډا په اړه ډېر جزییات نه دي رسنیز شوي.

امیرخان متقي نن په یوه سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته د یوه لوړپوړي طالب پلاوي په مشرۍ سفر پيلوي.

د دې سفر موخه له پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیزو اقتصادي، سوداګریزو اړیکو او دغه راز د افغان کډوالو د ستونزو او پاکستان ته د افغان مسافرو د ورتلو په خنډونو خبرې ښودل شوي.

پاکستاني چارواکو نن ویلي، چې افغانستان ته د صادریدونکو توکیو مالیه یې بښلې او هڅه کوي، چې د افغانستان د بشري ناورین د مقابلې لپاره د نړیوالو مرستې هم جلب کړي.