په هلمند کي د IOM ادارې له لوري د ۱۸۰۰ اړمنو کورنيو سره مرسته وسوه.
تېره ورځ په هلمند مرکز لښکرګاه کي د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ د مهاجرت د نړيوال سازمان ( IOM ) ادارې له لوري د ۱۸۰۰ اړمنو کورنيو سره د نغدي مرستو ترڅنګ د (۶۵) امريکايي ډالرو په ارزښت يو يو کيټ هم ورکړل سو.
د مرستو د وېش پرمهال د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو رياست استازو هم ګډون درلود.
په يادو مرستو کي هري کورنۍ ته (۲۰۵۰۰) شل زره پنځه سوه افغانۍ او د (۶۵) امريکايي ډالرو په ارزښت يو کيټ ورکړل سو چي پکښي د ژمنيو اړتياوو وړ توکي شامل وه.
د IOM ادارې له لوري دغه مرسته د سنګين او واشېر ولسوالۍ اړمنو کورنيو ته ورکړل سوه، د يادو نغدي مرستو ترڅنګ ددغه ولسواليو اوسېدونکو ته د لاري د تګ راتګ لپاره (۱۵۰۰) افغانۍ هم ورکړل سوې چي له دې سره هري کورنۍ ته (۲۲۰۰۰) افغانۍ او يو د ژمني توکو کېټ ورسېد.
د يادوني وړ ده چي د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ IOM ادارې له دې وړاندي هم په هلمند ولايت کي له ګڼو اړمنو او غربت ځپلو کورنيو سره مرستي کړي دي.