ځینو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې وروستۍ پېښې وغندلې

ا ا ا وايي چې د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ په پرونۍ چاودنه کې ۳۳ کسان وژل شوي دي.
د ا ا ا ویاند ذبیح الله مجاهد پرون ماښام پر ټویټر ولیکل، چې په دې چاودنه کې همداراز ۴۳ تنه نور ټپیان سوي دي.
د ښاغلي مجاهد په وینا د دې پېښې په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي.
د دې برید مسوولیت تردې دمه کومې ډلې نه دی منلی.
په تېرو دریو ورځو کې په مزارشریف کې د شیعه مسلمانانو یو جوکات او د کابل په دشت برچي کې یو ښوونځی او د زده کړو یو کورس هم په نښه سول چې په نتیجه کې لسګونه کسان مړه او ټپیان سول.
د مزارشریف د سه دکان سیمې پر جومات د حملې مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی.
په کابل کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما، د عفوې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار سازمان، په ملګروملتونو کې د ناروې استازولۍ، متحده عربي اماراتو او یوشمېر نورو حکومتونو او نړیوالو موسسو په کندز او نورو ولایتونو کې وروستۍ حملې غندلې دي.