کابل کې د سیکانو پر معبد برید کې دوه کسان وژل سوي

د پلازمېنې کابل په کارته پروان سیمه کې د ځايي سیکانو پر یوه معبد برید د بریدګرو او یوه ولسي وګړي او د یوه امنیتي کس په وژل کېدو پای ته رسېدلی. د کورنیو چارو وزارت ویلي، نامالوم وسله وال معبد ته ننوتي او د لاسي بم برید یې کړی.
په برید کې یو سیک او یو امنیتي کس وژل شوي او تر ۳۰ نور ټپیان شوي دي. تر اوسه د برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، برید نن (شنبه) ګهیځ نژدې شپږ نیمې بجې د پلازمېنې کابل په کارته پروان سیمه کې د سیکانو پر یوه معبد پیل شوی.
د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند عبدالنافع ټکور په یوه ټویټر پیغام کې وویل، نامعلوم وسله وال معبد ته ننوتل او د لاسي بم برید یې وکړ.
د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وايي، ټول بریدګر وژل شوي دي.
له دې مخکې رویټرز خبري اژانس د پېښې په ځای کې د یوه مسوول کس ګورنام سینګ له قوله ویلي و چې د لومړۍ چاودنې پر مهال په معبد کې دننه نژدې ۳۰ کسان په عبادت بوخت وو.
نوموړي وویل: ''نه پوهېږو څومره کسان ژوندي او څو کسان وژل شوي دي. امنیتي ځواکونه موږ ته د ننه تلو اجازه نه راکوي. نه پوهېږو څه وکړو. ''
د وسله والو او ټپيانو د پېژندګلوۍ په هکله څه نه دي ویل شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي بریدګرو وروسته له ګڼې ګوڼې په ډکه سیمه کې د موټر بم برید هڅه کوله، خو هدف ته له رسېدو مخکې چاودیدلي دي.
پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې له سیمې لوګي پورته کېږي.
مدني فعال منجیندر سینګ سیسرا پر خپله ټویټر پاڼه د پېښې ویډیويي کلیپ خپور کړی، چې د ډزو غږونه پکې اورېدل کېږي او په وینا یې یو شمېر کسان د پېښې له ځایه خوندي ایستل شوي دي.
له دې مخکې د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې د کابل یوه بله سیمه شوربازا کې هم د سیکانو پر یوه معبد خونړی برید شوی و. اسلامي دولت نومې ډلې د هغه برید مسوولیت منلی و.
د سیکانو د ټولنې مشران وايي، اوس په افغانستان کې یوازې ۱۴۰ سیکان پاتې دي چې دا شمېر په ۱۹۷۰مه لسیزه کې شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ و.
هند چې تر ډېره یې وګړي سیکان دي، ویلي د وروستي برید خبرونو "ژور اندېښمن" کړی دی.