کندهار کې خبریالانو ته معلوماتو ته پر وخت د لاس رسي ژمنه ورکړل سوه.

Nov 18, 2022 - 19:36
 29
کندهار کې خبریالانو ته معلوماتو ته پر وخت د لاس رسي ژمنه ورکړل سوه.
د پنجشنبې په ورځ د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په مشرۍ د کندهاري خبریالانو او ولایتي ادارو ویاندویانو په یوه ګډه غونډه کې ژمنه وسوه چې نور به له خبریالانو سره پر وخت معلومات شریک کیږي.
په دغه ولایت کې خبریالان معلوماتو ته پر وخت نه لاس رسی او همدارنګه اقتصادي ستونزي هغه لاملونه یادوي چې په وینا یې د دوی کار یې سخت کړی دی.
دا په روان کال کې د حکومتي ادارو ویاندویانو او خبریالانو تر منځ دوهمه ناسته ده چې کندهاري خبریالان د ستونزو د حل په موخه د ورته ناستو پر زیاتوالي ټنیګار کوي.
سکون راډیو