کوټه کې له چاودنې مخکې څه پېښ شول؟

د کوټې ښار فاطمه جناح روډ سیمه کې د چهارشنبې پر ماښام ''د پیزارو - بوټانو '' یوه دکان مخکې د خلکو ګڼه ګوڼه لیدل کېږي، وروسته یو پولیس د خلکو له همدې ګڼې ګوڼې راوځي، د خپل موټر څنګ ته ځغلي، چې په همدې کې زوروره چاودنه کېږي.
دا هر څه وروسته د امنیتي کامرې په ویډیويي تصویرونو کې لیدل شوي.
د کوټې پولیسو یو مشر فدا حسین وايي، دې بمي چاودنه کې د پولیس یو افسر محمد اجمل او د هغه دکان دوه کارکوونکي وژل شوي، چې چاودنه پکې شوې.
د ځايي روغتیاپالانو په وینا دې پېښه کې ۲۴ کسان ټپیان شوي.
د چاودنې پر مهال ولې د دکان مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه وه؟
رپوټونو کې ویل شوي، له چاودنې مخکې په دکان کې یوه پېښه رامنځته شوې وه، چې له کبله یې هلته خلک یو ځای شوي وو او وروسته پولیس هم ورغلی وو.
په ځینې رپوټونو کې ویل شوي، د دکان هزاره توکمه کارکوونکي نامعلومو کسانو په ډزو ویشتلي وو.
د کوټې پولیسو یوه مشر عبدالحق بلوڅ په دکان کې د ډزو پېښه نه ده تایید کړې، خو په وینا یې دکان کې څه پېښه شوې، چې دوی یې پلټنه کوي.
ښاغلی حسین وايي، هغه چا چې چاودنه کړې، غوښتل پولیسو ته زیات زیان واړوي.
په دکان کې له دې پېښې وروسته د سیمې پولیس افسر د پېښې ځای ته ورغلی، د پولیس سرتېري په دکان کې د پېښې له معلوماتو ترلاسه کولو وروسته خپل افسر ته د معلوماتو ورکولو لپاره د ګاډي پر لور منډه کړه، چې په همدې کې چاودنه وشوه.
د کوټې پولیسو ډي ای جي فداحسین رسنیو ته وویل، چاودنه کې دوه یا دونیم کیلو باروت کاروول شوي دي.
نوموړی وايي، د پېښې په هکله هراړخیزه پلټنه پیل شوې ده.