ا ا ا : امریکا په کابل کې هوايي برید کړی

Aug 2, 2022 - 16:59
 15
ا ا ا : امریکا په کابل کې هوايي برید کړی

ا ا ویلي، چې د شنبې په ورځ په کابل ښار د امریکا ډرون الوتکو برید کړی دی.

دا خبره د ا ا  ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا ناوخته په یوه ټوېټري بیان کې کړې ده.

هغه ویلي، په لومړیو کې د پېښې علت څرګند نه وو خو وروسته تر پلټنو وروسته معلومه شوه چې دا برید د امریکا ډرون الوتکو کړی.

د شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت تایید کړې وه، چې په شېرپور سیمه کې یو راکټ په یوه خالي کور لګېدلی او مرګژوبله نه لري.

مجاهد دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې د دوحې له تړون سرغړونه ده، خو د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل بیا وايي، دغه برید د دوحې تړون پر اساس شوی دی.

خو د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، چې امریکا په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژلی دی.

جوبایډن څو ساعته مخکې په سپینه ماڼۍ کې وویل، چې د ترهګرو دا مشر نور په نړۍ کې نه شته.

امریکا له دې وړاندې ویلي وو دا توان لري، چې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره هوایي بریدونه وکړي.