اروپا ته په قاچاقي لارو روان ۱۸ تنه افغانان بلغاريا کې په یوه لارۍ موټر کې مړه سوي دي.

Feb 18, 2023 - 17:44
 9
اروپا ته په قاچاقي لارو روان ۱۸ تنه افغانان بلغاريا کې په یوه لارۍ موټر کې مړه سوي دي.
د بلغاریا رسنيو د راپورونو له مخې، چې په لارۍ کې ټول ۴۰ تنه افغان کډوال سپاره وو چې د هغوی له ډلې يې ۱۸ مړه سوي دي.
بلخوا د فرانس پرس اژانس د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې دغه موټر په غيرقانوني ډول شاوخوا ۴۰ کډوال لېږدول چې تر لرګيو لاندې پټ وو.
د بلغاريا د روغتیا وزیر اسین میدجیدیف خبریالانو ته ویلي په لارۍ کې ۱۴ کسان ژوندي موندل سوي چې د اتو کسانو روغتیايي حالت خراب و او روغتون ته وړل سوي دي.
سکون راډیو