افغان او ایراني لوري د ریلي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او د سفارت له سرپرست حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د دواړه هېوادونو ترمنځ د ریلي همکاریو په پراختیا ټینګار کړی او څرګنده کړې يې ده چې باید دواړه لوري هڅه وکړي، چې د هرات _ خواف له لارې انتقالات دوامداره سي او یاده پروژه تر هرات ښاره پورې وغځېږي. یادې ادارې زیاته کړې، چې هڅه کوي لا زیاتو انتقالاتو ته مناسبه زمینه برابره او سوداګرو ته اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.