اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: خبریالانو ته د پیژندګلوۍ کارتونه ورکوو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره یې دغه وزارت سره د خبریالانو د نومونو د ثبت او د پیژندګلوۍ د کارتونو د ویشلو لړۍ پیل کړې ده. دغه وزارت د مطبوعاتو او د نشراتو د څار رییس ویلي، چې خبریالانو ته د کارتونو په ورکولو سره به ټول خبریالان ددغه وزارت سره ثبت سي.نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د اړیکو شمیره به ثبت شویو خبریالانو ته ورکول کيږي، چي ۲۴ ساعته به روښانه وي او خبریالان او رسنۍ به د ستونزو په وخت کي اړیکه ورسره نیسي او د مشکل د حل په برخه کي به همکاري ورسره کیږي.