تېر کال په هېواد کې۲۴۱ کرنیزې پروژې پلې سوې

Jul 26, 2023 - 17:41
 5
تېر کال په هېواد کې۲۴۱ کرنیزې پروژې پلې سوې

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې ۱۸۰ خصوصي شرکتونو د ۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د کرنې په برخه کې پانګونه کړې ده. د یاد وزارت سرپرست وزیر ویلي، چې تېر کال په هېواد کې د کرنې په برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي او ۲۴۱ کرنیزې پروژې د ۲۸ میلیونه ډالرو په لګښت د ملي او نړیوالو موسساتو له لوري پلې سوې دي.د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر ملت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې دغه راز زیاته کړې، چې  په هېواد کې یو نیم میلیون حیوانات هم واکسین شوي دي او دغه راز بهر ته د چهار تراش لرګیو د قاچاق مخنوی هم سوی دی.