د ا ا ا ټرانسپورټ برخې هلمند کې نږدې ۶ ميلیونه عوايد راټول کړي

په هلمند ولایت کې د ا ا ا د ټرانسپورټ رياست په تېرو شپږو مياشتو نږدې ۶ ميلیونه افغانۍ عوايد راټول کړي.
د ا ا ا د ټرانسپورټ وزارت په خپل فېسبوک پانه ليکلي، چې په هملند کې ياد عوايد يې د ځمکني ټرانسپورت او په اداري چارو کې د اسانتياو له امله راټول سوي دي.
د وزارت په حواله، راټول سوي عوايد د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات سوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هلمند ټرانسپورټ رياست تېر کال په همدومره موده کې شاوخوا درې ميلیونه افغانۍ عوايد راټول کړي وو.