افغان او ترکمنستاني چارواکو د ترانزېټي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

Jun 1, 2023 - 01:31
 6
افغان او ترکمنستاني چارواکو د ترانزېټي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، چې له ترکمنستان څخه غوښتي چې د دغه هېواد د سوداګریزو توکو د لېږد او رالېږد لګښتونه راکم کړي. د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې ترکمنستاني چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د ښه والي او د توکو د لېږد رالېږد د لګښت د کمولو لپاره د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو هوکړه کړې ده.