افغان دپلومات : په تهران کې د افغانستان سفارت د ایران حکومت ته وسپارل سو

یو افغان دیپلومات رسنیو ته تائید کړه چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د غوښتنې پر اساس د افغانستان د پخواني حکومت سفیر نن د فبرورۍ ۲۶ (کب ۷) په تهران کې د سفارت دروازه وتړله او کیلي یې ایراني چارواکو ته وسپارله.
د افغانستان د پخواني حکومت دپلوماټ حامد رهګذر رسنیو ته وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د افغانستان د پخواني حکومت سفیر عبدالقیوم سلیماني احضار کړ او هغه ته یې د خپل ماموریت د پای ته رسېدو خبر ورکړ.
رهګذر زیاته کړه چې ایراني چارواکو سلیماني ته ویلي چې تهران غواړي د افغانستان سفارت د ا.ا.ا ته وسپاري.
هغه زیاته کړه: "په همدې اساس د افغانستان سفارت، د دپلوماتانو ډلې او عبدالقیوم سلیماني پریکړه وکړه چې سفارت به د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارو او کوربه هیواد به یې په اړه پریکړه وکړي."
د افغانستان د پخواني حکومت دغه دپلومات زیاته کړه چې سفارت نن مازدیګر څلور بجې وتړل سو او ټول وسایل او وسایط یې د ایران حکومت ته وسپارل سول او ټاکل سوې چې د سفارت کیلي د ایراني چارواکو له خوا د ا.ا.ا استازي فضل احمد حقاني ته وسپارل سي.
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت هم دغه خبر تائید کړی او ویلي یې دي چې دغه سفارت به ډېر ژر خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تهران کې د افغانستان د سفارت فعالیتونه به د شارژدافیر او دپلوماټانو په ګمارلو سره د معمول په څیر دوام ولري.
هغه زیاته کړه، د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت، د دپلوماتانو بدلول یوه عامه خبره او د هر هېواد مشروع حق دی.
خو د ا.ا.ا تر اوسه د دغه سفارت مشر او خپل دیپلوماتان نه دي معرفي کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ دغه بدلونونه تائید کړي وو.
د دغه وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۰ مه (کب اول) وویل: «د یو دپلومات د ماموریت پای ته رسېدل او د سفارت سرپرستي بل دپلومات ته سپارل د سفارت د حقوقي وضعیت د بدلون په معنا نه دي.»
ځینو افغان رسنیو خبر ورکړی و، چې په تهران کې د افغانستان سفارت به طالبانو ته وسپارل شي. سرچینو دغو رسنیو ته ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغه سفارت هغو کارکوونکو ته، چې نه یې غوښتل له طالبانو سره کار وکړي، دغه سفارت ته د ننوتو اجازه ور نه کړه.
د ا.ا.ا چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه یو ځل بیا پر افغانستان واکمن سول، تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو دا مهال د افغانستان ډېر سفارتونه د تېر حکومت د دپلوماټانو له خوا اداره کېږي.
خو بیا هم په وروستیو څو میاشتو کې چین، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو د ا.ا.ا د ادارې ډیپلوماتان په رسمیت منلي دي.
سکون راډیو