بې پولې خبریالان: پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ پر رسنیو اغېز کړی

Dec 21, 2021 - 16:20
 4
بې پولې خبریالان: پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ پر رسنیو اغېز کړی

د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي، پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ پر رسنیو د پام وړ اغېز کړی دی.

دوی د یوې سروې پر اساس ویلي چې په هرو لسو رسنیزو بنسټونو کې څه باندې څلور هغه یې تړل سوي او شپېته په سلو کې خبریالان او د رسنیو کار کوونکي بې کاره سوي دي.

دا سروې همدې بې پولې خبریالانو او د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې له خوا سوې چې پایلې یې پرون دوشنبه خپرې سوې.

په سروې کې ویل سوي، د طالبانو په راتګ د رسنیو ۸۴ فیصده ښځینه کار کوونکو خپلې دندې پریښي چې ورسره رسنیزه فضا تر ډېره د ښځو له ونډې تشه سوې ده.

د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي، د تېر اوړي پرمهال افغانستان کې ۵۴۳ رسنیز بنسټونه فعال و چې اوس یې یوازې ۳۱۲ فعالیت کوي.

طالبانو د بې پولې خبریالانو د راپور په اړه لا تبصره نه ده کړې، خو له دې وړاندې يې له خپله اړخه د رسنیو او بیان ازادۍ د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.